نورستان؛ مرکز پارون ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پارون ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې وایګل لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې اشتو کلي لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه په مقابل کې اشتو کلي لوبډلې یاد هدف د اتو لوبغاړو په زیان سره په لسم اور کې پوره کړ او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.