بامیان؛ یکاولنګ ۱ ولسوالۍ کې د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ۱ ولسوالۍ کې د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې محمد عدالت لومړی، محمد موسی دویم او فرید بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
