غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د فوټبال دویمه درجه لیګ د الفتح لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دویمه درجه لیګ د الفتح لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې الفتح لوبډلې خپلې سیالې امیدپوزلیچ لوبډلې ته د ۱۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د فوټبال لوبو ته وده ورکول و، چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
