لوبغاړي د هېواد وياړونه دي

Afzal-af
Wed, Nov 10 2021 12:44 PM
ورزشکاران افتخار آفرینان کشور اند

ورزش د نورو ګټو او ارزښتونو سربیره انسان خوشحاله کوي او دژوند او ټولنیزې اړیکې لا شه کوی ورزشکاران د ټولنې سالمه برخه بلل کیږي.

د افغانستان ورزش د مختلفو پرمختګونو په هر پړاو کې یې د نړۍ په سترو ډګرونو کې یوازې د افغانستان نوم لوړ کړی دی.

ورزشکاران چې په نړۍ کې د خپل هېواد د وياړ د ترلاسه کولو لپاره د لسګونو ستونزو په منلو سره؛ اسيايي، نړیواله او سیمه ییزه کچه د افغانستان په نوم د نړۍ د ځواکمنو سیالانو پر وړاندې لوبیدلی دي د خپل هیواد لپاره یې عزت او وقار او د خپلو خلکو لپاره ویاړونه ګټلي دي.

اوس د دې وخت دی چې د دغو لاسته راوړنو ساتنه وکړو او د ا.ا.ا تر سیوري لاندی له دې ځوانانو څخه مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

دلته د هغو ورزشکارانو ځینې لاسته راوړنې او ویاړونه یادوو چې په بېلابېلو برخو کې یې له ۱۳۹۳ کال څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې ترلاسه کړي دي.

د هېواد ورزشکارانو د اوو کلونو په موده کې په بېلابېلو لوبډلو کې د ۲۷۰۶ لوبغاړو په ګډون ۱۲۱۲ مډالونه په نړیوالو سیالیو کې ګټلي دي.

د دوی د هڅو په پایله کې په اسيايي نړیواله او سیمه ییزه کچه ۱۱۴۰ مډالونه ثبت شوي دي.

۱۳۹۳ کال کی ۳۲۰ ورزشکارانو په بهرنیو سیالیو کې برخه اخیستې او ۷۶ د سرو زرو مډالونه ۴۲ د سپینو زرو او ۷۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

لوبغاړي د هېواد وياړونه دي

همدارنګه ۳۵ تنه ورزشکاران او روزونکي د خپلو فني او تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه بهرنیو کورسونو او سیمینارونو ته استول شوي او د پروګرام له پای ته رسیدو وروسته د فراغت سندونو سره هیواد ته راستانه شوي دي.

په ۱۳۹۴ کال کې له ۴۲۳ څخه زیاتو ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې په بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی او ۵۵ د سرو زرو مډالونه ۵۷ د سپینو زرو او ۷۲ د برونزو مډالونه یې ګټلي دي.

په همدې کال کی ۱۲ تنو ښوونکو په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی.

په ۱۳۹۵ کال کې ۲۷۸ ورزشکارانو په بهرنیو سیالیو کې برخه اخیستې او د سرو زرو ۳۵ مډالونه ۴۰ د سپینو زرو او ۹۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

او شاوخوا سل تنه ورزشکاران او روزونکي روزنیز پروګرامونو ته معرفي او استول شوي دي.

په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ۳۲۰ لوبغاړو په ۵۸ رقابتي پروګرامونو کې بهر ته واستول شول چې پایله یې ۸۸ د سرو زرو مډالونه ۳۹ د سپینو زرو او ۸۱ د برونزو مډالونه ثبت شوي دي.

دغه راز ۳۴ روزونکي او ورزشکاران روزنیز پروګرامونو ته معرفي او استول شوي دي.

۱۳۹۷ کال کی څه باندې ۲۵۰ ورزشکاران د ۶۷ رقابتي پروګرامونو له لارې بهر ته استول شوي چې په پایله کې یې ۴۶ د سرو زرو مډالونه ۷۰ د سپینو زرو او ۸۴ د برونزو مډالونه ترلاسه کړي او ۴۶ روزونکي او ورزشکاران د ظرفیت لوړولو لپاره لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.

په ۱۳۹۸ کال کې شاوخوا ۲۶۰ ورزشکاران د ۴۳ رقابتي پروګرامونو په بڼه بهر ته لیږل شوي چې په پایله کې ۶۳ د سرو زرو مډالونه ۶۲ د سپینو زرو او ۷۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

او په همدې کال کی ۳۷ روزونکي او ورزشکاران په روزنیزو پروګرامونو کې معرفي شوي دي.

او په ۱۳۹۹ کال کې د کویټ ۱۹ ویروس د خپریدو له امله په ټوله نړۍ کې ټول ورزشی فعالیتونه او پروګرامونه ودرول شول.

خو د روان کال په لومړۍ ربعه کې په بېلابېلو څانګو کې ۳۰ تنه ورزشکاران بهرنیو سیالیو ته واستول شول او تر ۲۰ کم ورزشکاران او روزونکي روزنیز پروګرامونو ته ور وپېژندل شول.

د یادولو وړ ده چې د ۱۱۴۰ مډالونو له جملې څخه؛ ۳۶۳ هغه سرو زرو دی چې په دې سیالیو کې ۳۶۳ ځلې د افغانستان ملي سرود غږول شوی او د افغانستان بیرغ پورته شوی دی.

هر افغان په دې لاسته راوړنه وياړي او د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ کوي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS