بلخ؛ زارع ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زارع ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د ستاره قزاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې ستاره قزاق لوبډلې خپلې سیالې قزاق ياشلر لوبډلې ته د ۰/۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
