کندز کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز آمو کلب کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۸ تنه غوره ورزشکاران د کندز ولايت منتخبې لوبډلې ته غوره شول او همدارنگه په ترتيب سره محمد اقبال لومړی او يوسف خان دويم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکاران موندل وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
