کاپیسا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Tue, Aug 05 2025 2:02 PM
کاپیسا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د یاد ولایت د کیک بوکسینګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د کاپیسا ولایت د کیک بوکسینګ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS