بامیان کې د کندهار میوند غرختونکي د شاه فولادي غر لوړې څوکې ته وختل
د کندهار ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست له لوري او د بامیان د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ په یاد ولایت کې د کندهار میوند غرختنې اته کسېزه لوبډله د شاه فولادي غر لوړې څوکې ته وختله.
دغه لوبډله د شاه فولادي غر ۵۱۴۰ متري واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د غرختنې ورزش دودول و، چې دوې شپې یې دوام وکړ.
