لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د تنګي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د بر کلي او تنګي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تنګي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٩ منډو هدف وټاکه. برکلي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١٣١ منډې وکړې د ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٨ ورځې یې دوام وکړ.