ننګرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې له لسو کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالی د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې یې ۵۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
