خوست م.ج.ا.هد لوبډلې د زونونو په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
Fri, Aug 01 2025 12:24 PM
خوست م.ج.ا.هد لوبډلې د زونونو په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز آماني ملي لوبغالي کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د سويل ختيځ او ختيځ زونونو په کچه د فوټبال سيالۍ د خوست م.ج.ا.هد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د خوست م.ج.ا.هد، پکتيا اتحاد، ننگرهار کلب او لغمان اتحاد فرشغان لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې خوست م.ج.ا.هد لوبډلې د نهو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ننگرهار کلب لوبډلې د شپږو امتيازونو په خپلولو سره دويم او لغمان اتحاد فرشغان لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ او همدارنگه د دې سياليو په وروستۍ لوبه کې خوست م.ج.ا.هد لوبډلې د ۰/۴ گولونو په توپير خپلې سيالې ننگرهار کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو درې ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو او لوبډلو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS