کابل کې د ۸۸ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ ترسره شوې
کابل ولايت کې د هېواد د سنوکر برخې ۸۸ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې توحيد مموزي لومړی، محمد حنيف رحيمي دويم او محمد حسين زاده بيا درېيم مقام خپل کړ.
د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
