کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د دشت ارچي ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې خيال محمد او محمد نسيم د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.