پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سيالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورت سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
يادې سیالۍ د او- سپورټ راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
