کاپيسا کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
Mon, Jul 28 2025 5:59 PM
کاپيسا کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نثار احمد بهاوي ورزشي لوبغالي کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې په بېلابېلو کټګوريو ترسره شوې، په پايله ۲۰ تنه ورزشکاران د کاپيسا ولايت د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د کاپيسا ولايت د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS