پنجشېر کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Mon, Jul 28 2025 5:58 PM
پنجشېر کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د پنجشېر ولایت پهلوانانو د ۱۹۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کاپيسا ولایت پهلوانانو د ۵۸ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د پروان ولایت پهلوانانو د ۵۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د پهلوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS