د شاهین اسمايي لوبډلې وکولای شول چې اباسین څپي ته د ۳ په ۰ مقابل کې ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې مصطفی افشار، صادق صادقي او سمیر سمندري د شاهین اسمايي لپاره ګول وهنه ترسره کړه.
د يادونې وړ ده چې د دې سياليو په لړ کې به سبا شنبه د عقرب په ۱۵ مه نېټه دوه سيالۍ ترسره شي، چې د سيمرغ البرز لوبډله به دميوند اتلان او د طوفان هريرود لوبډله به د هندوکش له عقابونو سره لوبه وکړي.
