بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ پيل شو

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د قومونو د يووالي جام په نوم د فوټبال ليګ پيل شو.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې نريمان لوبډلې خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې درې مياشتې به دوام وکړي.