لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په عزيز خان کڅ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د چهار باغ او عزيز خان کڅ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عزيز خان کڅ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۷۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې چهار باغ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د درېيو ويکټو په توپير وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۸ ورځې دوام وکړي.