د بدني روزنې او سپورت په عمومي ریاست کې مشورتي بورډ جوړ شو.

Afzal-af
Thu, Nov 04 2021 8:59 AM
د بدني روزنې او سپورت په عمومي ریاست کې مشورتي بورډ جوړ شو.

 

د۲۸ ګڼه مورخ ۲۰/۳/۱۴۴۳ فرمان پر بنسټ د بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټې د عالي مقام په لارښوونه د محمد ګل بابکرخیل په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي مشورتي بورډ جوړ شو.د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست. دغه بورډ چې مشري یې د حاجي محمد انور بابکرخېل زوی محمد ګل بابکرخېل کوي د تغذیې او سپورت په برخه کې ماسټري کری ده او د ووشو نړیوال فدراسیون له جنوبي اسیا مرستیال دی.محمد اعظم کوهي د عبدالصمد زوی د یاد بورډ غړى د ورزش په برخه کې د لیسانس او ​​کاري تجربه لري او د وزن پورته کولو د فدراسیون رئیس دی. ښاغلی سید مبشر هاشمي، د سید مظفر شاه هاشمي زوی، د لیسانس سند لري او د کانګفو یو له دی بورد غړیو څخه دی.لعل محمد سیار د ګل محمد زوی د دې بورډ له غړیو څخه دی چې د مدیریت په برخه کې د لیسانس سند لري او همدارنګه د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د ملکیتونه عمومی مدیر دی.د دغه بورډ بل غړى جان عالم حسني د محمد حسن زوى دى، چې د بدنی روزنې او سپورت په برخه کې لیسانس لري او د ملي اتلولۍ په برخه کې يې دنده ترسره کړى ده.

وحیدالله سیال د عبدالجلیل زوی، د لیسانس سند لري او د کوکیوان کوریا پوهنتون څخه د ماسټر دان 4 محصل دی، د جیټ کان دو نړیوال فدراسیون کې د دان 6 او د جیټ کان دو ملي فدراسیون رییس دی.

د جیټ کان د نړیوال فدراسیون دایمي دی.

ښاغلی غلام فاروق الماس، د غلام حضرت زوی، چی د لیسانس سند لري او اوس مهال د ملي کانګ فو فدراسیون مرستیال او په دې برخه کې یو له مخکښانو څخه دی.په همدې حال کې یاد بورډ د بدني روزنې عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټې مشرتابه پلاوي ته تخنیکي او مسلکي مشوری د چارو د ښه والي په موخه ورکوي.د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل دى، چې د بدنی عمومي رياست او د المپيک ملي کمېټې په خپل تشکيل کې د ورزشي چارو د ښه والي په موخه دا ډول مشورتي بورډ جوړوي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS