غور کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د دايان سيکلت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پیل شوې وې د دايان سيکلت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې دايان سيکلت لوبډلې خپلې سیالې غور اف سي لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.