غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
