بامیان؛ پنجاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مرکه لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بیا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په بامیانو کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول دي.