غور؛ تولک ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د نويو ځوانانو د فوټبال ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تولک ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د نويو ځوانانو د فوټبال ليګ پيل شو.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د استقلال او اتحاد لوبډلو ترمنځ په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د تولک ولسوالۍ د نويو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې دوې اونۍ به دوام وکړي.