کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Jul 12 2025 9:54 AM
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ په همغږي او د ډاکټر احمدالله رحیمي په مالي ملاتړ د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د "روغتیا جام" په نوم والیبال سیالۍ د شمس خان زاخيل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شمس زاخيل لوبډلې د ٣١/٢٩ نمرو په توپیر خپلې سیالې روح الله ناظري لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته نغدي او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS