د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

org_admin
Wed, Jul 09 2025 9:36 AM
د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رهبرۍ سره د دې رياست په مرکزي دفتر کې وليدل او د ورزش د پرمختګ لپاره يې په ګډو همکاريو خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت د بازار موندنې مرستيال عبدالعزيز نيازي ګډون درلود.

د دې ليدنې په پيل کې، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد ورزش په پر مختګ او مالي ملاتړ کې د روشن مخابراتي شرکت هڅې وستايلې او مننه يې وکړه، چې دوی د افغانستان د ورزش د پرمختګ لپاره د ورزشکارانو او ورزشي برنامو مالي ملاتړ کړی دی او کوي يې.

دغه راز ښاغلي وثيق زياته کړه، چې ورزش د ټولو ګډ ارزښت دی او په پرمختګ کې يې بايد ټول برخه واخلي، په خاصه توګه خصوصي سکتور.

همدارنګه، په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازي وويل، لکه څرنګه، چې روشن مخابراتي شرکت، په تېر کې د افغانستان د ورزش د پرمختګ لپاره هڅې کړي په راتلونکي کې به هم دغه لړۍ دوامداره وساتي او د افغان ورزشکارانو د پرمختګ لپاره به د دوی په بېلابېلو برخو کې مالي ملاتړ وکړي.

دغه راز نوموړي وويل، زموږ هڅه دا ده، چې بېلابېلو برخو کې د ورزشي برنامو مالي ملاتړ وکړو، ترڅو په هېواد کې ورزش لا پراختيا ومومي.

د ويلو ده، چې د دې ليدنې په پای کې د هېواد د ورزش ادارې د رهبرۍ له لوري د روشن مخابراتي شرکت استازو ته د ورزش د پرمختګ په برخه کې د دوی د هڅوو او کوښښونو د ستاينې په موخه ستاينليکونه هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS