ریال مادرید او پاري سن ژرمن لوبډلې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووتې

org2_admin
ریال مادرید او پاري سن ژرمن لوبډلې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووتې

د کلبونو نړۍ‌وال جام اتو غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې ریال مادرید لوبډلې دورتموند ته د ۳ – ۲ او پاري سن ژرمن، بایرن مونیخ ته د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووتې.

د څلور غوره لوبډلو پړاو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې به چیلسي د فلومیننزه لوبډلې پر وړاندې د روانې میلادي میاشتې پر اتمه نېټه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ویلو ده، چې د اتو غوره لوبډلو پړاو سیالۍ د امریکا متحده ایلاتو په کوربه‌توب د روانې میلادي میاشتې پر څلورمه پیل او نن (یکشنبه، د جولای ۶مه) پای ته ورسېدې.