غزني؛ ګيرو ولسوالۍ کې د ۶۰ نېزه وهوونکو ترمنځ د نېزه وهلو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
Sat, Jul 05 2025 4:44 PM
غزني؛ ګيرو ولسوالۍ کې د ۶۰ نېزه وهوونکو ترمنځ د نېزه وهلو سيالۍ ترسره شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د ګيرو ولسوالۍ په مزار سيمه کې د شپږو لوبډلو او ۶۰ نېزه وهوونکو ترمنځ په ۱۵ سيکشنونو کې د نېزه وهلو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پایله کې ډ ګيرو ولسوالۍ نېزه وهوونکو د ۵۲ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، د ده يک ولسوالۍ نېزه وهوونکو د ۴۸ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او د ساګر ډاکتر لوبډلې د ۴۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره نېزه وهوونکو ته کپ، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS