کونړ؛ مرکز اسعد آباد ښار کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سولې ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سولې ځوانانو او دوشاخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې سولې ځوانانو لوبډلې د ٣/٠ ګولونو په توپیر خپلې سیالې دوشاخېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او ورزش ته د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده بایسکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.
