پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بلند منزلو لوبډلې خپلې سیالې رود احمدزي لوبډلې ته د ۰/۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ له نشه یې توکو څخه د ځوانانو د ليرې والي په موخه پیل شوې وې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.