هرات کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستک فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د غوره لوبغاړو د موندلو او جمناستک ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.