بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې څلور لوبې مساوي او ۲۶ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو لوبو ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.