په خوست ولایت د ITF تکواندو فدراسیون له لوري د همدې رشتې د څلورو کلبونو د (۷۰) لوبغاړو ترمنځ مسابقات ترسره شول.

Anonymous (not verified)
Sun, Oct 17 2021 9:57 AM
په خوست ولایت د ITF تکواندو فدراسیون له لوري د همدې رشتې د څلورو کلبونو د (۷۰) لوبغاړو ترمنځ مسابقات ترسره شول.

په خوست ولایت د ITF تکواندو فدراسیون له لوري د همدې رشتې د څلورو کلبونو د (۷۰) لوبغاړو ترمنځ مسابقات ترسره شول.

په دې مسابقاتو کې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارکو دخوست ولایت ورزشي عمومي امر عزیزالرحمن ملنګ ، د دویمي حوزي امر صیب عثماني ، دمختلفو ورزشي رشتو مسؤولینو، ورزشکارانو او د ورزش مینه والونه برخه اخیستې وه.

دمراسمو په پیل کې دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ پرانیستونکې وینا وکړه ،چې نوموړي په خپله وینا کې د خوست ولایت په ورزشي بهیر مفصلې خبرې وکړې . ملنګ وویل ،چې دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی ،چې نن ورځ خوست ولایت د ITF تکواندو رشتې د( ۷۰ ) لوبغاړو ،چې (۳۵) جوړې کېدلې ، مسابقات ترسره کیږي.

ملنګ له خوست ولایت مقام، له ټولو امنیتي ځواکونو په خاص ډول د امنیه قوماندانۍ د دویمې امنیتي حوزې له مسؤولینو مننه وکړه، هروخت یې د ټولو ورزشي پروګرامونو نظم او امنیت نیولی.

ملنګ زیاته کړه، چې دغه مسابقات له اسلامي امارت څخه د لوبغاړو دملاتړ مسابقات دي .

نوموړي وویل، چې موږ تل له ورزشکارانو سره یو او همېشه به د دوی لاس نیوی کوو.

له ویناوو وروسته مسابقات پیل شول، چې ګڼشمېر ننداره کوونکو د خپلې خوښې او پیاوړي لوبغاړي تشویق کول.

همدارنګه د ورزشي امریت له لوري دقهرمانۍ حکمونه ، ستاینلیکونه او ورزشي لوازم دیادې رشتې په واک کې ورکړل شوي ،چې مستحقو لوبغاړو ته ورکړل شول.

همدارنګه د همدې رشتې مسؤولینو له ورزشي امارت مننه وکړه،چې له دوی سره تل همکار دي.

د یادولو وړده،چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته هره ورځ خوست ولایت دیوې نه یوې رشتې د مسابقاتو د تر سره کولو شاهد دی او دا لړۍ به لا هم روانه وي.

 

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS