ریال مادرید لوبډلې پاچوکا ته ماته ورکړه

د فیفا کلبونو ۲۰۲۵ کال فوټبال نړۍوال کپ سیالیو پر دوام؛ ریال مادرید د ۳ – ۱ ګولونو په توپیر پاچوکا ته ماته ورکړه.
په دغو سیالیو کې ریال لومړۍ سیالي له الهلال سره ۱ – ۱ مساوي کړې وه، چې د دغې سیالۍ په ګټلو له ۴ نمرو خپلولو سره د خپل ګروپ مخکښه لوبډله شوه.
دغه سیالۍ د ۳۲ لوبډلو په ګډون، چې په اتو ګروپونو کې به له یوبل سره سیالي کوي، د امریکا متحدو ایالاتو په کوربتوب د روانې میلادي میاشتې به ۱۴مه نېټه پیل شوي او د جولای تر ۱۳مې به دوام وکړي.