هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ فوټبال حوزه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د معلم عبدالکریم پښتون په نوم د فوټبال سيالۍ د لکړۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې لکړۍ ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې منصوري ځوانانو لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو دوې اوونۍ دوام وکړ.