دایکندي، اشترلي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلې ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د لوی اختر جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې عمري لوبډلې خپلې سیالې ستاره ګان لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د لوی اختر نمانځل و.
