غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اس ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د اندړ ولسوالۍ نېزه وهونکو د ۷۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ګیرو ولسوالۍ د ۶۲ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او نصرالدین لوبډلې د ۵۱ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او د ورزشکارانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره نېزه وهونکو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
