د نیمروز ولایت ورزشکارانو سره ناسته
د بدنی روزنی او سپورت عمومي سرپرست استاد بشیر احمد رستمزي نن سهار د نیمروز ولایت څخه یو شمیر ورزشکارانو سره ولید او د سپورت فعالیتونو پیل کولو په اړه یې ورسره خبرې او لارښوونې وکړې.
د نیمروز ولایت ورزشکارانو هم خپل وړاندیزونه او ستونزې وړاندې کړې ، چې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د رئیس له خوا په پام کې ونیول شوې.
