پکتیا؛ ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اریوب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پايلوبه کې اریوب لوبډلې خپلې سیالې میرزکې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه پیل شوې وې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.