د بدنی روزنی او ورزش سرپرست ښاغلي استاد بشیر احمد رستمزي هوتک لنډه پېژندنه:

Anonymous (not verified)
Tue, Sep 21 2021 9:28 AM
د بدنی روزنی او ورزش سرپرست ښاغلي استاد بشیر احمد رستمزي هوتک لنډه پېژندنه:

بشیر احمد رستمزی د خدای بخښلي صالح محمد خان ځوی، چې په ۱۳۵۴ هجري شمشي کال کې د کابل په هوتخېلو کلي کې زېږېدلی دی. ښاغلی رستمزی په ۱۳۷۱ هجري شمسي کال کې د هوتخېلو له عالي لېسې په لوړه درجه فارغ شوی دی او په ۱۳۸۱ کال کې د تربیت بدني او ورزش په ډګر کې لوړې زده کړې پیل کړې او ترڅنګ یی په همدې کال کې د تربیت بدني په عمومي ریاست کې د ورزش په خدمت کې دنده پیل کړه او په خورا لېوالتیا یی د افغانستان ځوانانو ته خدمت وکړ.

ورزشي فعالیتونه:

استاد بشیر احمد رستمزي د خپلې علاقې او شوق پر بنیاد په ۱۳۶۵ کال کې په اریانا پهلوانۍ کلپ کې ورزش پیل کړ او له دریو کلونو تمریناتو وروسته په ۱۳۶۸ کال کې د ښو لوبو ګټلو او لاسته راوړنو وروسته د ځوانانو په لوبډله کې شامل شو چې هلته یی هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، نوموړي له همدې سره سم رزمي لوبو ته مخه کړه او په ۱۳۷۱ کال کې پدې بریالی شو چې اوه خطه کونګفو ترلاسه کړي او په ۱۳۷۵ کال کې کونګ فو فدراسیون رییس په توګه معرفي شو او پدې برخه کې له ډېرو لاسته راوړنو وروسته او د ښاغلي رستمزي استعداد او فعالیتونو ته په کتو د وخت ادارې مسؤلینو نوموړی د ښه مدیریت له امله د کیک بوکسینګ فدراسیون رییس وټاکه، رستمزي په شاوخوا ۸ کاله خدمت موده کې د دې فدراسیون او ورزش پرمختګ او ځوانانو ته صادقانه خدمت وکړ او پدې برخه کې یی هم خپله ښه وړتیا او خدمت ثابت کړ او دا یی په ډاګه کړه چې ددې فدراسیون څو محدوده کلپونه د اصولو او قانوني اساساتو پر بنسټ د افغانستان تر ۲۴ ولایتونو وغځوله او په یادو ولایتونو کې یی ځوانانو ته پدې برخه کې د ورزش پراخه زمینه برابره کړه. همداراز نوموړی په افغانستان کې د چوګان ورزش بنسټ اېښودونکی دی او له دې لارې یی په سلګونو ځوانان د ورزش په ډګر کې د افغانستان خدمت ته روزلي دي.

د استاد بشیر احمد رستمزي یو شمېر ورزشي لاسته راوړنې!

د ښاغلي رستمزي د مدیریت تر چتر لاندې افغانستان د ورزش په ډګر کې په لسګونو د طلا، نقرې او برونز مډالونه د سیمې، اسیا او په نړیواله کچه ګټلي دي.

لکه: د فرانسې نړیوالې سیالۍ، نړیوالو سیالیو ساندا پاکستان، د تاشکند نړیوالو کیک بکسنګ تاشکند، ازبکستان سیالیو، د سیمي په کچه د کیک بکسنګ عشق اباد سیالیو کې، د تهران هنری رزمی سیالیو او فستیوال کې، د ایران همدان نړیوالې سیالۍ، د تاجکستان اسیایی سیالۍ، د فېلپین نړیوالې سیالۍ، د قزاقستان اسیایی سیالۍ او د ټایلنډ په اسیایی سیالیو کې د اتلولۍ جامونه او مډالونه ګټلي دي.

د ښاغلي رستمزي په مدیریت کې ترسره شوي سفرونه!

په ۲۰۰۴ کال کې پاکستان ته د نړیوالو ساندا لوبو ته

په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د کیک بوکسنګ د تاشکند نړیوالو لوبو ته

په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د سیمي کیک بکسنګ عشق اباد سیالیو ته

په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د تهران د زرمی هنري او فستیوال ته

د ۲۰۰۹ زېږدیز کال همدان نړیوالو سیالیو ته

په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د تاجکستان اسیایی لوبو ته

په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د فېلپین نړیوالو سیالیو ته

په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې درېو پاکستان، هند او ټایلنډ هېوادونو ته په اسیایی او نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه سفرونه شوې دي

او په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د فرانسې واکو کیک بکسنګ سیالیو کې د ګډون په موخه سفر شوی و.

د یادولو وړ ده:

ښاغلي رستمزی سره له دې ټولو ورزشي فعالیتونو او لاسته راوړنو د اشغالګرو پروړاندې په سپېڅلې روحیه او لوړ فکر په جهاد کې د اسلامي امارت ترڅنګ او په ملاتړ ودریده او خپله فعاله ونډه یی واخیسته، خو د وخت د مزدور رژیم له لوري ونیول شو او بګرام زندان ته واستول شو، چې د الله ج په فضل او مرستې سره د اسلامي امارت له بریالیتوب سره سم د بګرام له اوه کلن سخت بند او زندان څخه راخلاص شو او یو ځل بیا د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونې د تربیت بدني او ورزش ادارې مشر په توګه خدمت ته راواستول شو، د نوموړي په وینا په ورین تندي او د خپلې ورزشي تجربې په اساس به یو ځل بیا افغانستان د نړیوالو سره د ورزش په ډګر کې سیال کړي او ځوانانو ته به د ورزشي اصولو او اسلامي قوانینو په اساس شپه او ورځ خدمت وکړي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS