کابل کې د اتو کلپونو ترمنځ د جو جيتسو ټورنمنټي سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
Mon, May 12 2025 7:47 PM
کابل کې د اتو کلپونو ترمنځ د جو جيتسو ټورنمنټي سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د جو جيتسو ملي فدراسيون له لوري د کابل ۸ غوره کلپونو څخه د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ( اتم د ثور ټورنمنټي سياليو ) تر نامه لاندې د جو جيتسو مناسبتي سيالۍ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې ترسره شوې.

په دې سياليو کې د کابل ولايت د اتو کلپونو ( عاطفيان، طلوع پيروزي، نيرو، موج قدرت، استاد مسلم، ميلاد نور، جوانان هدفمند او طلوع پيروزی قلعه فتوح) څخه ۴۰ ورزشکارانو په څلورو عمري کټګوريو ( کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو ) کې او له ۳۰- تر ۶۹- بېلابېلو وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې.

د دې سياليو په پایله کې ۷ لوبغاړو د خپلو سيالانو په ماتولو سره لومړي مقامونه وګټل، چې د دې رشتي د مسوولينو له لوري ورته کپونه، مډالونه، تصديق پاڼې او نغدي جايزې ورکړل شوې.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د اتم د ثور په مناسبت جوړې شوې وې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS