ميدان وردگ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د سپين غر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سپين غر اتلانو لوبډلې خپلې سيالې ذاکر ماموريت لوبډلې ته د ۲ پر ۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د سالمې تفريح برابرول وو.