کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي‌هاراکراټې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, May 10 2025 4:13 PM
کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي‌هاراکراټې سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اشي‌هاراکراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نجراب ولسوالۍ کې له څلورو ولسوالیو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي‌هاراکراټې سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د مرکز، نجراب، د کوهستان حصه اول او د کوهستان حصه دوم ولسوالیو ورزشکارانو په تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې د مرکز لوبډلې د ۱۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کوهستان حصه دوم ولسوالۍ لوبډلې د ۷۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د نجراب ولسوالۍ ورزشکارانو د ۵۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د اشي‌هاراکراټې ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS