غور؛ تولک ولسوالۍ کې د غرختنې څلور کسېزه لوبډله د کمال غرونو لوړې څوکې ته وختله

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تولک ولسوالۍ کې د غرختنې څلور کسېزه لوبډله د کمال غرونو ۲۹۸۵ متري واټن لوړې څوکې ته وختله.
د غرختنې په دغه ورزشي برنامه کې د غور ولایت د غره ختونکو د منتخبې لوبډلې لوبغاړو ګډون کړی وو، چې په پايله کې د ياد ولایت د تولک ولسوالۍ د کمال د غرونو لړۍ ته په یوه ورځ کې بریالي وختل.
د يادې غرختنې موخه د غرختنې ورزش ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و.