د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي د بغلان ولايت له والي سره وکتل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د خپل سفر پر دوام د بغلان ولايت له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
په دغه ناسته کې په بغلان ولايت کې د ورزشي ادارې اړوند ورزشي اماکنو د لا ښه خونديتوب او په دغه ولايت کې له ورزشي ادارې سره د لا زياتې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د ياد ولايت والي مولوي عبدالرحمن حقاني ژمنه وکړه، چې د ولايت مقام د دغه ولايت له ورزش ادارې سره د تېر په څېر همکاري کوي او خپله همکاري به جاري ساتي.