پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٣٣ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ٣٣ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې محمد رزاق په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې ، آصف په ۶۰ کیلو ګرام وزن کې او عبدالباري په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
دا سیالۍ دودیزو لوبو ته د ودې ورکول په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.