سمنگان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپډنډې سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د ایبک اړوند په قره شباغ ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په دوو ګروپونو کې د توپډنډې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عقابان لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه؛ د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکاران وستایل شول.