کابل؛ د مرکزی زون فوټسال سیالۍ د جبل السراج شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Mon, Apr 14 2025 7:03 AM
کابل؛ د مرکزی زون فوټسال سیالۍ د جبل السراج شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، تربیت بدنی او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د مرکزی زون پنځو ولايتونو ( پروان، کاپيسا، باميان، دايکندي او پنجشیر ) لوبډلو ترمنځ پيل شوې فوټسال سيالۍ د پروان استازې جبل السراج شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ، چې پنځه ورځې وړاندې د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې په جمنازيوم کې پيل شوې وې، په وروستۍ لوبه کې يې د پروان ولايت جبل السراج شاهين لوبډلې خپلې سیالې د باميان المهدي لوبډلې ته د ۸ ـ ۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دې سیالیو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک تربيت بدني او ورزش عمومي رياست رييس، ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، د فوټسال کمېټې رييس فريد احمد يوسفزي، ورزشي مسؤلينو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

د يادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د افغانستان د زونونو په کچه د فوټسال دويم پړاو سیالیو ته د لار موندنې په موخه په پيل شوې وې، چې په پايله کې يې د پروان جبل السراج شاهين لوبډلې وکولی شول د دې سياليو دويم پړاو ته لار ومومي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS