پروان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د تدبر او تفکر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز چاریکار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې د تدبر او تفکر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د تدبر او تفکر لوبډلې خپلې سیالې کاروان عمري لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.