کندهار کې د ۴۰ اس ځغلونکو ترمنځ د اس ځغلونې سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د اس ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په عمومي ميدان کې د ۴۰ اس ځغلونکو ترمنځ د اس ځغلونې سيالۍ، چې درې میاشتې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايله کې د حاجي کامل اغا باز اس لومړی، د حاجي احمد شاه سيل اس دويم، د رمضان اکا ديکو جي اس درېيم او د عصمت کفټن اس بيا څلورم مقام خپل کړ او همدارنگه ۷ غوره اسونه اعلان شول.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي مقام گټونکې ته يو عراده موټرسايکل، دويم، درېيم او څلورم مقام گټونکو ته بیا کپونه، تقدير نامې او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
